غزل: ډاکټر محمدحنيف حيران
08.04.2014 16:51غزل
څنګه درشمه خپل ځان راباندې بار دی
په خپل ځان کې بل انسان راباندې بار دی
زه نو کله وم ژوندی، چې ته موسکی يې
ژونده! ستا نو څه احسان راباندې بار دی
عاشقي خو له هوس پرته يو کار دی
تر دې هاخوا بل ارمان راباندې بار دی
نو دا زمکه کله دومره وه پراخه؟
چې زه وايم پاس آسمان راباندې بار دی
له ګناه وروسته مې ووژني حيرانه!
خپل ضمير او خپل وجدان راباندې بار دی.